ایکنا-(تهران ) د حضرت امام حسین علیه السلام د پاڅون د فلسفې د بیانولو په خاطر د حسینی حماسی پاڅون په مناسبت ددینونو د شاعرانو دشعرونه شپه د پاکستان په پيښور کې دایران په کلتوري خونې کې ترسره شوه.
ایکناخبری اژانس د اسلامی ارتباطاتو او کلتور د ادارې له قوله راپور راکړ، دحضرت امام حسین علیه السلام د حماسی پاڅون او دمحرم د میاشتې په مناسبت دپاکستان په پیښور کې دایران دکلتوري خونې په همت سره ، د پيښتو ،اردو،هندکو،پنجابۍ او فارسۍ ژبو پشمول په مختلفو ژبو شعري محفل ، د اباسین ادبی ټولنې،دحمزه بابا دادبی اکاډمۍ او د ادب دبهار بزم ، د کاروان حوا دادبی ټولنې په ګډون سرهترسره شو .
په پيښور کې د ایران د کلتوري خونې مشر مهران سکندریان په خپلې وینا کې ووئيل ، حضرت زینب بی بی سلام الله علیها، د کربلا له واقعې وروسته دیزید په دربار کې په شتون او د ؛ «ما رایت الا جمیلا» په آسماني فرمایش سره او دغه راز د عاشورا په ورځ د حضرت امام حسین علیه السلام د قیام د فلسفې او پیغام خپرونکې وه او د اسلام دغه لویه بانو ، د نړۍ د پتمنو او غوره میرمنو لپاره یوه بې مخینې بیلګه ده .
مسیحي او هندو شاعرانو هم پخپلو شعرونو کې د حضرت امام حسین علیه السلام پاڅون،په نړۍ کې د بې عدالتۍ او ظلم له سطلې د انسانیّت او بشریّت دژغورنې بیلګه وبلله اوحضرت سیدالشهدا علیه السلام ئې دبشریّت په تاریخ کې د درستو دینونو او مذهبونو محور او چورلیز وبالۀ.